Posts

Showing posts from August, 2022

غزل

پښتو غزل لحظه لحظه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده د زلفو غر ته ودرېږم او چـــــغې کړم فرهاده ❃ ❃ ❃ د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه د څومره پرهرونو راز مې وسپــــړې فريـاده ❃ ❃ ❃ د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه په خپله لوپټه مې ســــــترګې وتــړه جلاده ❃ ❃ ❃ د هر يو کيفــــــــيت نه دي تيريږم اضطرابه خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده ❃ ❃ ❃ د کمې اژدهــا ذهر دي مړه کړم په وجود کې د کمې اژدهــــا خوله درنه اوباســم هيواده ❃ ❃ ❃ چې پيغلې عطربويه غيږ راځي دروېش روښانه په ټول وطن مې خور کړه د جانان د زلـفو باده دروېش روښان