Posts

غزل

پښتو غزل لحظه لحظه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده د زلفو غر ته ودرېږم او چـــــغې کړم فرهاده ❃ ❃ ❃ د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه د څومره پرهرونو راز مې وسپــــړې فريـاده ❃ ❃ ❃ د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه په خپله لوپټه مې ســــــترګې وتــړه جلاده ❃ ❃ ❃ د هر يو کيفــــــــيت نه دي تيريږم اضطرابه خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده ❃ ❃ ❃ د کمې اژدهــا ذهر دي مړه کړم په وجود کې د کمې اژدهــــا خوله درنه اوباســم هيواده ❃ ❃ ❃ چې پيغلې عطربويه غيږ راځي دروېش روښانه په ټول وطن مې خور کړه د جانان د زلـفو باده دروېش روښان

غزل

بې قراره به اودۀ شو بې له ياره به اودۀ شو ستا د ښار پۀ فټ پاتونو ستا د پاره به اودۀ شو لا خو شپه پۀ سر پرته ده پۀ قلاره به اودۀ شو ماته اوږد مزل پروت دے ځو پۀ لاره به اودۀ شو کوټه سري دې څوکۍ کړي دا مالداره به اودۀ شو ستا منمه خو نيازکه لږ بېداره به اودۀ شو نیازک لالا

غزل

 که لېونے شي سړے غر ته به ځي , چرته به ځي او که ملنګ شي د بل در ته به ځي , چرته به ځي ملا که ډېره منډه اووهي جمات ته به ځي پښتون چې برېت تاؤ کړي سنګر ته به ځي , چرته به ځي ستا تور قميص راو...

غزل

کۀ ګل فرېبو ئې سنګسار کړۀ احساسات پۀ کاڼو بیا هم شیشه خلک مئین دي څومره زیات پۀ کاڼو د جنګ زپلو ککرو نه به خپل ځان پټوي یقین مې شته دے چې راځي به دا حالات پۀ کاڼو ځان د یاقوت پۀ ت...

غزل

چې اندازه يې د مجلَس واخسته خـپله خـبره يې واپـس واخسته خداے به دې بوځي فریښتو مقام ته کــه بـد دعـا دې د هـوَس واخسته خـپله ذاتــي بلا خـفـه شــوه رانه چې مې بلا د خپل اولس ...

غزل

بهر ژوندے يم او دننه  مړ  يم څوک راته اوتړئ دا زنه مړ يم که راغلو وخت درته لوګے به شمه په کاڼو بوټو دې وطنه مړ يم د سياست دوکانداري که کوئ راشئ که څوک کوئ غندنه مړ يم احساس وژلے ...

غزل

نۀ يې پۀ زهرو پېرزو کېږم او نۀ شات راکوي بس يـو سړے دى محبت، لۀ ځانه زيات راکوي زۀ دې د ستـرګـو پـۀ لېدو، بلې دنيا تـه ځمـه مـا تـه زمـا د زنـدګـۍ، خـواږۀ لـمـحات راکوي کوم يو...