غزل

نۀ يې پۀ زهرو پېرزو کېږم او نۀ شات راکوي
بس يـو سړے دى محبت، لۀ ځانه زيات راکوي

زۀ دې د ستـرګـو پـۀ لېدو، بلې دنيا تـه ځمـه
مـا تـه زمـا د زنـدګـۍ، خـواږۀ لـمـحات راکوي

کوم يو ته لاس ورکړم او چا ته سترګې واړومه
يـو رانـه ژونـد اخـلي او بـل آبِ حيات راکوي

پيره دا يو احسان يې زۀ، د سر پۀ سترګو منم
چـې يـوه بـلـه مـوقـع هـم، د مـلاقـات راکوي

خدايه پرې فرض يې کړې، زۀ هم پۀ انتظار يم ورته
راته يې ويَلي دي، د سپينې خولى زکات راکوي

د پـښتـنـو لۀ پښـتـنـي مينې، قربـان قربـان شم
کۀ راتـه لاس هم راکوي، نـو پـۀ احتيات راکوي

يـارانـو زۀ بعضې يـارانـو تـه، حيران پـاتې شـم
قـرار چې روغ زړګے ورکړم، ما له مات راکوي
ميوند قرار

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل