غزل

د خوشالۍ يـــوه نغمــه ده انسان
په غم کښې ډوبه يـو ټپه ده انسان

چې لا تر اوسه چا حل کړي نـۀ ده
داسې پېچلــي معمــه ده انسان

قدم پــه زمکــه فکر لوړ تر آسمان
د قدرت لــــوئې معجزه ده انسان

بلها مستي په خپل وجود کښې لري
د ميــو ډکــه پيمـانـــه ده انســـــان

نۀ يې په سر او نۀ په ښپو پوهه شوم
وقــارهؔ داسې يــو قېصـه ده انسان
وقارالدين وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل