غزل

مـــا پــه مثال لکـــه پتنګ وګڼه
تۀ دې د شمعې غوندې رنګ وګڼه

که مې کوثر شولو نصيب د دېدن
بيا مې شهيد د عشق په ننګ وګڼه

زمکــــه بستر وي لېونو ته مدام
زړګيـــه تۀ يې هم پالنګ وګڼـــه

لکه چې څومره ستا غمونه دي ډېر
پراتۀ مې ټول په زړګي زنګ وګڼه

خاطرؔ کچکــــول د ګدا واخستلــو
آشنا دېدن پـــه ځان قلنګ وګڼـه
مصري خان خاطرؔ افريدي

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل