غزل

 که لېونے شي سړے غر ته به ځي , چرته به ځي
او که ملنګ شي د بل در ته به ځي , چرته به ځي

ملا که ډېره منډه اووهي جمات ته به ځي
پښتون چې برېت تاؤ کړي سنګر ته به ځي , چرته به ځي

ستا تور قميص راوړل څۀ دومره معمّه خو نۀ دو
خو که څوک ځي نو پېښور ته به ځي , چرته به ځي

د غم اوبو کښې ولاړ يم خو په زړۀ کښې وايم
که ډېرې اوخيژي نو سر ته به ځي , چرته به ځي

زما په خيال چې لېونے يې په کوڅۀ کښې ګېر شو
شور دے چې تاؤ شئ ترېنه چرته به ځي , چرته به ځي

پټ په تېارۀ کښې په روانې جېنۍ شک مۀ کوئ
مسلمانانو خو دلبر ته به ځي , چرته به ځي

پلار ته يې وايه چې د لور څوکېداري مۀ کوه
جېنۍ ده , پېغله ده , منظرؔ ته به ځي , چرته به ځي.

پير امام منظر صېب

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل