غزل
بې قراره به اودۀ شو
بې له ياره به اودۀ شو
ستا د ښار پۀ فټ پاتونو
ستا د پاره به اودۀ شو
لا خو شپه پۀ سر پرته ده
پۀ قلاره به اودۀ شو
ماته اوږد مزل پروت دے
ځو پۀ لاره به اودۀ شو
کوټه سري دې څوکۍ کړي
دا مالداره به اودۀ شو
ستا منمه خو نيازکه
لږ بېداره به اودۀ شو
نیازک لالا
Comments
Post a Comment