غزل
بهر ژوندے يم او دننه مړ يم
څوک راته اوتړئ دا زنه مړ يم
که راغلو وخت درته لوګے به شمه
په کاڼو بوټو دې وطنه مړ يم
د سياست دوکانداري که کوئ
راشئ که څوک کوئ غندنه مړ يم
احساس وژلے يم خواري مۀ کوه
ما پسې مۀ ګرځه دوښمنه مړ يم
صنمه اوس راته د ژوند دعا کړے
زما ډير وخت اوشو مننه مړ يم
تاج ولي صنم افریدي
Comments
Post a Comment