غزل
کۀ ګل فرېبو ئې سنګسار کړۀ احساسات پۀ کاڼو
بیا هم شیشه خلک مئین دي څومره زیات پۀ کاڼو
د جنګ زپلو ککرو نه به خپل ځان پټوي
یقین مې شته دے چې راځي به دا حالات پۀ کاڼو
ځان د یاقوت پۀ تله مۀ تله لونګ جانانه
دا نصیب خوار دې بدلوي ځانله اوقات پۀ کاڼو
رنګ او خوئي دواړه د دلــبرو پر ، پاپۍ د طاوس
خوږې خبرې مټاک زړونه لکه شات پۀ کاڼو
د ایمان تار مې د پردۍ تسبې محتاجه نۀ دے
څۀ کاڼے نۀ یم چې به غواړمه نجات پۀ کاڼو
د پښتون قام د بربادۍ لنډه قیصه دومره ده
نیم ئې حجره پۀ کاڼو ولي نیم جمات پۀ کاڼو
د سنګ تراش فکر د سخن امتحان اخلمه
دیداره ازمایمه نن خپل کرامات پۀ کاڼو
ډاکټر دیدار یوسفزے
Comments
Post a Comment