غزل
پښتو غزل
لحظه لحظه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده
د زلفو غر ته ودرېږم او چـــــغې کړم فرهاده
❃ ❃ ❃
د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه
د څومره پرهرونو راز مې وسپــــړې فريـاده
❃ ❃ ❃
د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه
په خپله لوپټه مې ســــــترګې وتــړه جلاده
❃ ❃ ❃
د هر يو کيفــــــــيت نه دي تيريږم اضطرابه
خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده
❃ ❃ ❃
د کمې اژدهــا ذهر دي مړه کړم په وجود کې
د کمې اژدهــــا خوله درنه اوباســم هيواده
❃ ❃ ❃
چې پيغلې عطربويه غيږ راځي دروېش روښانه
په ټول وطن مې خور کړه د جانان د زلـفو باده
دروېش روښان
Aaallla
ReplyDelete