Abortion (افسانه)
ډاکټر ساره خداې خبر په کوم سوچ دغه شعبه خوښه کړې وه ،د مور پلار يې خو دا خواهش ؤ چې دا ګائني ته لاړ شي خو هغه راغله او په ریډيالوجي (Radiology) کښې يې سپيشلايزيشن اوکړو ،د هغې سوچ شاید دا ؤ چې هو دلته پکښې ايمرجنسي نه وي ،دلته به د مريض سره کونسلنګ کول نه وي ،دې کښې به په نيمه شپه د ښځې د ماشوم پېدا کولو هغه چغې نه وي ...هغې ته به زر زر د ليبر روم هغه ډيوټي د هاوس جاب د وخت راياده شوه !چې څنګه به د حامله ښځې نه زياتې چغې د ډيوټې ډاکټرۍ وهلې !!
وهل ټکول به پکښې هم اوشو ..او هغې به زر زر په غوږونو ګوتې کېښودې ...سوچ به يې کوو چې دا سنير ډاکترانې ورسره د ليبر روم دغه نرسانې ،دايانې دا رويه ولې دومره سخته وي ...شاهد د کار زياتوالې ،هغې به دا هم سوچ کوو چې د ګاينی ډېرو ډاکترانو ودونه هم نه دي کړي !او چې چا کړي هم دي نو روزانه د خاوندانو سره شرونه جګهړې ...
پروفيسر نعيمه خو د پنځوسو کالو په عمر کښې هم د خاوند د جنګونو خلاصه نه وه ...سرې سترګې به ليبر روم ته راننتوه او په چغو به شو !ټول قهر به په جونير ډاکټرانو او ورسره په حامله مريضې اووتو ...
دغه د هاوس جاب شپږ مياشتې د ايم بي بي ايس د اخري کال د ليبر روم سټيج هغه د ګاينی نه زړه تور کړې ؤ ..او لاړه په ريډيالوجي کښې سپيشلايز شوه ..د سرکاري ډيوټي نه پس د هغې کلينک هم ښه روان ؤ ...دلته به هغې الټراساوند کول،سي ټي سکين ،ايم ار ائ رپورټ به د هغې داسې ؤ چې هغې کښې به د سوتر هومره غلطي نه وه هم دغه وجه وه چې د هغې کلينک ډېر په تېزۍ روان شو ..
د هغې ژوند بلا ښه روان ؤ .خو د الټرا ساونډ په وخت کښې به هغه وخت د سخت ذهني درد او کرب نه تېره شوه چې کله به هم د حاملې ښځې الټراساونډ کیدو د حامله ښځې سره راغلي د مريضې خواښې به غږ کړو
"ډانکټر صيپ هلک دے که جينۍ"
د پيشه ورانه اقدارو لحاظ به ؤ کنه د هغې زړه به غوښتو چې دغه د الټرا ساونډ مشين اوچت کړي او د دغه ښځې سر له راوچوي ...
هغې به وې پاپو ته دا سوچ ولې کوې که جينۍ شوه نو څه به اوشي ...
ګوره زه هم جينۍ يم دغه په ميز پرته هم جينۍ ده او ته هم جينۍ يې !!
پاپو به خبره واغسته سر به سر تور کړو ..
خداې دې جنتي کړه
خداې دې مور او پلار حيا اوساته
خداې دې د "ميرات "د نوم نه اوساته
بچوړيه ته څه خبر يې ميرات څومره بد ټکې دے !
پاپو نو ميرات خو هغې ته وې چې ماشومان يې نه وي
چې جينۍ يا لور د چا وي نو هغه خو ميرات نه وي
نه نه نه نه نه نه نه
ډانکټرې صېبې
هغې په يو ساه خپل نرې څټوکې تاو راتاو کړو
ميرات ميرات وي
چې وارث دې نه وي چې زوے دې نه وي
جينکې خو د پردي کور "شے"دے
بل له خواري ده
ډاکټر ساره د پاپو د خلې نه د "شي"ټکي په اوريدو بيخي برداشت ختم شو
وې پاپوجينۍ شے نه وي د هاتهي سر وي
دې سپين سر ته دې ګوره دا ته څنګه خبرې کوې ؟
دغه رپورټ واخله او ورځه خپلې ډاکترې ته يې اوښايه
حامله مريضه هم دغه شان پرته وه
ډاکټر ساره زر زر په ټشو پيپر د هغې خیټه پاکه کړه
مريضې په يو حسرت ناک نظر هغې ته کتل !!لکه چې غواړي ډاکټره ورته حال اوائي ...
ساره د هغې په سترګو کښې دغه سوال او ژړه غونې انداز نه شو لیدې ...
هغې د الټراساونډ مشين مخې ته په کرسۍ کيناسته او پاپو ته يې وې زه د مريضې نوره معاينه کوم ته باهر لاړ شه
پاپو نا زړه غوندې روانه شوه !!
ډاکټر ساره اوږده ساه راښکله ،وې سايمه ګوره ښځه د تخليق سرچينه ده ګوره زه د خپل يک يو لور يم بلا خدمتونه کوم ...بلا ډيرې پيسې ګټمه ..دا په تاسو څه شوي دي !
ستا څويمه لور ده د لور د نوم په اوريدو سايمه سترګې د اوښکو ډکې شوې ...وې درې کاله مې د واده اوشو هم دغه مې اوله لور ده !!!
په اول ځل مې حامل اخستې ...زما درې يورانې دي د هغو هم هلک نشته !!ټول دې ته په تمعه دي چې هلک اوشي !
هیڅ خبره نه ده ډاکټر ساره د تسلۍ په انداز هغې ته وې د خداې کارونه دي
شکر اوباسه چې مور شې !هلک او جينې څه فرق نه کوي
خو د سايمه د ډاکټر ساره په دغه خبرو تسلي کله کيده ....
هغه پاڅيده او نا زړه د کلينک نه روانه شوه !!!
ډاکټر ساره به روزانه هم د داسې خلکو سره واسطه راتله او د هغې زړه به خلې له راغې
کله کله به داسې هم اوشوه چې ښځې به د ماشومې د ضايع کیدو د پاره دهغې نه مشوره اوغوښته
دغه وخت به هغې ټول میډيکل اقدار هېر شو او په يوه خوله او په چغو چغو به يې مريضې ته سره شنه شوه کنځل به يې هم اوکړو ..
او چې هغه به له کلينک نه لاړ شو نو دې به سوچ کوو ..چې دا څنګه خلک دے ...لور ورته هډو انسان نه ښکاري
"د پردي کور شے"دغه جملې سره به هغه سره لمبه شوه ...او کلکه فيصله به يې اوکړه چې د نن نه پس به هغه obstetrics ultrasound نه کوي ...
نور الټراساونډ به کوي
خو بيا به سوچ کوو چې زه الټراساونډ نه کوم نو ايا دغه خبرې به ختمې شي
دغه روايات به بدل شي !!!
دغه د "وارث"او د "پردي کور شے "غوندې خبرې به ختمې شي ...
سايمه به خداې خبر څنګه کور ته تلي وي !!!د هغې لور به چرته پېدا شوي وي ...
اوس به څنګه وي !!!
بلا موده تيره شوه !لس کاله پس هغه سايمه يو ځل بيا د معمول مطابق کلينک ته د الټراساونډ د پاره راغله دا ځل ورسره هغه خواښې پاپو نه وه
ډاکټر ساره هغه نه پېژنده خو د پاپو خبره چې هغې راياده کړه نو ساره هغه اوپېژنده
سایمه به وېښتو کښې لږ لږ سپين لګيدلي ؤ
وجود يې غټ شوې وو
هغې په يو ساه قيصه شروع کړه
وې ډاکټر صېب
ته به غصه کوې خو رښتيا درته وايم
کور کښې مې د يورانو څلور څلور لوريانې وې
د هلک د پاره مو بلا منتونه تعويزونه اوکړل ...
خو هیڅ هم او نه شو
زما درې ځله حمل اوشو
هر ځل به جينۍ وه
اوله ماشومه روغه پېدا شوه
دوه نورې بيا بيا بيا
د هغې خله کښې خبره اونخته
يو دم سلګو اونيوله
مونږ په صفائي (ابارشن )ختمې کړې
هغې بې واره ژړل ..
ډانکتر صېب !!
ما نه غوښتل خو ابۍ (خواښې) په زور راسره داسې اوکړل ...
ډاکټر ساره ...غلې کونګې سونګې په کرسۍ ناسته وه
ذهن يې بلکل ګنګس شوې ؤ
سايمه قيصه ختمه کړې وه
او د الټرا ساونډ په ټيبل يې خيټه الټرا ساونډ ښکاره کړې وه ډاکټر ساره پاڅيده
د الټراساونډ فراب prob ته یې لاس کړو
چې سایمه ته نژدې شوه څه ګوري د هغه د خیټه نه يوه اوږده چیړه تاو ده
چې د نامه د سر سره يې پرې يو غټ تعويذ تړلې دے
مخکښې له دې چې. ساره تپوس اوکړي
سايمه هغې تعويز باندې دواړه لاسونه کلک کېښودل
وې دا د بر کلي ملا صېب راله د هلک د پاره تعويذ کړې
ډاکټر ساره فراب د هغې په خیټه ګرځوو
هغې د ماشوم "جنس "مالوم کړې ؤ
خو اوس يې فيصله نه شوه کولې چې سايمه ته دغه د غم خبر څنګه ورکړي ...
ډاکټر همدرد یوسفزے
Comments
Post a Comment