غزل

دَ نفرت ټکے مې اوويستو نصاب نه
دغـه پاڼــه مې را پرېکړه دَ کتاب نــه

يــو ساعت بې دَ جانانـــه نــۀ صبريږي
ډېر تنګ شوے يم دې زړۀ خانه خراب نه

که دَ خپل يار په لېدو ګناهګارېږم
دا ګناه ما ته محبوبه ده ثواب نه

خوشال خان په شړنګ دَ تورې هم مئين وو
پښتانـۀ دې مخکښې تېر شي دَ رباب نــه

دَ وقارؔ پــه زړۀ بــه تندر را ګزار کــړے
که دې مخ کړو را ښکاره چرته نقاب نه

وقارالدین وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل