غزل
نــوره خـو مزاج زاهدانه لرم
بس يو څو خويونه رندانه لرم
پام کوه ملا ته سپک ؤ نۀ ګورے
دۀ ســره هم کلکه يارانه لـــرم
بل ځاې ټېټېدلو ته مې نۀ پرېږدي
داسې يــوه اوچتـــه آستانـــه لـــرم
زۀ "اناالحق" نشې کښې ډوب يمـه
ننه په خپل ذات کښې مېخانه لرم
نور څۀ تــه وقارهؔ حاجت نـۀ لرم
يار چې ستا په شانې مستانه لرم.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment