غزل
کلي د خانـانـو وو ښـارونـه د سېټانو شول
دوه ګـزه قبرونه دي هغـه د غـریبانو شول
څنګ کښې د جانان چې د جنت غوندې وختونه وو
څـۀ د رقیبانو شول او څۀ د ریبارانـو شـول
دغـه د ژوندون یـو څـو کالونه یې راکـړي وو
نیم د ارمـانـونـو شول او نیم د ژړاګانـو شـول
لږ څه کښې خوشحال شي او په لږ څۀ مرور ګرځي
اوس مو په پیرۍ کښې زړونه هم د ماشومانو شول
بـرقـهؔ د غـمـونـو وېـش چـی کله په ازل کښې وو
څۀ د عاشقانو شول او څۀ د شاعرانو شول
سعدالله جان بــرقؔ
Comments
Post a Comment