غزل
ځان سره دار ته خو ما هم نــه خېژول ملګري
خو دومره ده چې تماشې ته به راتلل ملګري
منم چې لاره د وفــا ډېـــره ازغنــــه لار ده
بیا دومره زر به له ما نه واپس کېدل ملګري
بیګا مې خامخا له سترګو نه چا خوب وړې ؤ
بیګا مې واړه شپه پــه زړۀ راوریدل ملګري
ما به پـه کاڼو له شا ولي ،ما دا کله منل
نن مې پـــه خپلو ګنهګارو ولیدل ملګري
خلک حیران دي چې له کاڼو نه چینې اوؤتې
زۀ یې چې شګو تـــه سپارلم ژړیدل ملګري
واړه د حق د لار ملګري یو، نور فرق مو نشتـــــه
څوک دي په لار کښې،څوک تر دار ورسېدل ملګري
زۀ چې مقتل ته رسېدم دردهؔ تنها پاتې ؤم
په هر قدم رانه پـه شا پاتې کېدل ملګري.
پروفیسر رحمت الله دردؔ
Comments
Post a Comment