غزل
تقوا پۀ خپل وجود کښې پۀ عذاب راټولـوم
انجام تـه سببونه د ثـــــــواب راټــــولوم
پۀ زمکه د ادب د خیال پـــــــرواز ادا کوم
خیالات خوارۀ وارۀ د هــر یـو باب راټـولوم
احساس د زمــــزمو پۀ سُر او تال کښې غږوم
نغمې پۀ زیـر او بم کــــښې د رباب راټـولوم
لفظونه ټـولوم غــــــــــزله تا راټولـــــوم
لګیا یمه پۀ لپه کـــښې دریــاب راټــــولوم
د سیوري غوندې ګرځمه د هاړ پۀ ســرو غرمـو
سنګین یمــه لۀ دښتو نـه سراب راټــــــولوم
فضل الله سنګين
Comments
Post a Comment