غزل

د احساساتو ائینه غزل دے
د باطن نغده تماشه غزل دے

د پاک پیجؤ ریشتیني خوب لیدل دي
د رسالت یوه حصه غزل دے

مینه د ژوند د شعر مصرعه ده فقط
انسان پۀ خپل ذات کې پوره غزل دے

دا چې پۀ سترکو سترګې اوبلوسېږي
زما پۀ خیال دا حــادثه غزل دے

چې وائي یوۀ ته اوروي یې پۀ بل
قیصه پۀ داسې طریقه غزل دے

د شاعرۍ اصناف بې شمېره ډېر دي
ثاقب لیکلے همېشه غزل دے
ـــــــــــــــــــــــــــ
د ارواښاد نورولي جان ثاقب  کتاب څراغ
نه انتخاب

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل