غزل
پښتو پالي ، غیرت ګټي ،درانۀ وي ځني خلک
مئین په نام و ننګ وي پښتانۀ وي ځني خلک
اسمان يې په سر تندر وروي که سپينې واورې
ولاړ په خپل مقام لکه د غرۀ وي ځني خلک
منمه چې ځان خوږ دے له هر څۀ نه له هر چانه
خو خداي شته چې له ځانه هم خواږۀ وي ځني خلک
تر عمره لا حاصله انتظار د جوهري کړي
اېرو کښې د هیرو غوندې پراتۀ وي ځني خلک
په زرو کښې یو نیم وي چې هر چا لره مشال شي
ډېوې وي خو د کور او د کالۀ وي ځني خلک
چېنې د محبت يې وي روانې په سینو کښې
هر څو که په ظاهره لږ تراخۀ وي ځني خلک
ارمان د بیا لېدو يې دردهؔ پاتې شي دوﺉ لاړ شي
د ګل غوندې د ورځو میلمانۀ وي ځني خلک
اروښاد پروفېسر رحمت الله درد
Comments
Post a Comment