غزل

ډیوې درته د سترګو بلېدې تۀ ګډېدې
خاموشه ارزوګانې تخنېدې تۀ ګډېدې

سنګار وې داسې رنګ چې خاپېرئ دې شرمولې
جذبې درته د مینې کړېدې تۀ ګډېدې

مستان دې زنګېدل د اداګانو موسیقئ ته
کاسې پۀ یوه بله اوړېدې تۀ ګډېدې

څۀ داسې ښکارېده لکه چې مینه پۀ پېسو وي
روپئ دې پۀ زلفانو ورېدې تۀ ګډېدې

باجې دې پۀ حالت باندې د غم نغمه سرا وې
دوکړئ پۀ هټکو هټکو ژړېدې تۀ ګډېدې

ښائست د انساني عظمت ولاړ وو کوزې سترګې
چړې پۀ احساسونو لګېدې تۀ ګډېدې

عبدالرحیم روغانی

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل