غزل
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نۀ لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نۀ لري
مارغان دې راشي زمونږ لپو کښې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نۀ لري کلے مو چنار نۀ لري
مینې ګیله په غریو نیولي انداز داسې وکړه
خلک په خپلو کارو بوخـت دي په ما کار نۀ لري
وخپل تارونه یې سندرو ته زندۍ جـوړیږي
کوم یو رباب چې مطرب نه لري شاتار نه لري
څڼو ته څڼـډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري
د کلي لمر تندر نیولے دے سهار نۀ لري
راشه څاروان یې شه کاروان یې کړه د ذوق لیوني
په غرونو سر دي د سندرو ښار ته لار نۀ لري
پیر محمد کاروان
Comments
Post a Comment