غزل
څـــۀ د جانان او څۀ به خپل لېکمـه
داستان د عشق بـه مکمل لېکمــه
رالــه نــادره تشبيهـات پکار دي
د يار په شان کښې يو غزل لېکمه
خال به يې ستايمه د سپينې زنې
بل بـه صفت يې د اوربل لېکمـــه
که د تقدير کتاب په لاس راغللو
تا به ټول عمر د ځان مل لېکمــه
د محبت په افسانې کښې ګله
خپل ځان بلبل او تا به ګل لېکمه
په ټول جهان کښې دوه ښايسته ښارونه
يـــــو پېښـــور او بل کابــــل لېکمــه
وقارهؔ يار ته مې چې خط ؤلېکم
له يرې نوم پر ځاې پاګل لېکمه
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment