غزل
دغـه سړے پـه وعدې ځکــه کلک دے
يو خو پښتون دے بل په قام خټک دے
شېشـه چې ماتـه شي بيا نــۀ جوړيږي
زړۀ خو شېشې نه هم بيا ډېر نازک دے
زهر خوارۀ مې دي په ټول وجود کښې
د عشق ښامار رالــه را کَـړې ټک دے
چا تــه قېصــه د درد و غـــم بيان کــــړم
چا ته يې تش کړم زړۀ مې ډېر را ډک دے
وقــارؔ خو سر هم لــه تا ځار کــــړو اشنا
بيا دې لا هم په زړۀ کښې پاتې شک دے
ـــــــــــ وقـار الدين وقــارؔ ـــــــــــ
Comments
Post a Comment