غزل


د جانان سترګو تــه رانجه بــه شو که خوښه دې وي
زړګيــه وړۀ بـه شـو اېره به شـو کـه خوښـه دې وي

زړګيــه خير دې يو ځل بيا به پرې باور اوکــړو مونږ
د يار په سرو شونډو دهوکه به شو که خوښه دې وي

ربــاب د مينـې ټنګــوم راځـــه راځـــه لاليــــه
غزل غزل ټپــه ټپــه بـه شـو کـه خوښه دې وي

راځــه چــې دواړه سـره کښېنو د ګودر پر غاړه
د يو او بل په تماشه به شو که خوښــه دې وي

سـره بــه کښېنو تۀ بــه ما او زۀ بـه تا تـه ګــورم
له ځانه ورک به شو نشه به شو که خوښه دې وي

وقارهؔ پــرېږده دا جهان ټول د نفرت نــه ډک دی
له دې جهانه کناره به شو که خوښه دې وي.

وقارالدين وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل