غزل

روغ به نۀ شم بې وصاله راشه کېنه
شه خبر زما د حاله راشه  کېنه

په مراد د عندلیب بې وفا  ګله
جلوه ګر شوے پس له کاله راشه کېنه

تل په دا خمو ابرو په شهلا سترګو
د خپل یار شام و هلاله راشه  کېنه

چې ایام کړو سره ياد د بې غمۍ
یو ساعت زما همساله راشه کېنه

نازکي د یار د طبعې کړه موزونه
اے شیداؔ نازکه خياله راشه کېنه
کاظم خان شيدا

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل