غزل

دغــه ظلم ما پــه خپلــه پــه ځان کړے
چې مې ستا غوندې مغروره جانان کړے

اوس په سمو سترګو نۀ کړي نظر ما ته
خداى خبر چې رانــه چــا بدګمان کړے

خـلـــک وائــي بــره لار د ختــو نشتـــه
ما په لارې د عشق سېل د آسمان کړے

محبت بـــانـدې مې کـلــــکه عقيده ده
د نفرت نــه مې نفرت پـــه ايمان کړے

لـــه هغو زلـــــمو لـــوګے شمه وقارهؔ
چې غيرت يې په ناموس د افغان کـړے.

وقارالدين وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل