د خوشحال خان خټک بابا په طرحې يو غزل
"د صبا باده ګزر په چمن بيا کړه"
معطره رالــــه بيا ټولــه فضا کړه
پوئ له نه ومه د مينې په خوند ياره
چې بېلتون راله په مخ څپېړه را کړه
د يار غم غلطـــولــو تـه مې پرېږده
ساقــي راوړه نن جامونه راله راکړه
کـــه دعوٰى د بهادرۍ کوم صادق يم
توره شپه د بېلتانه مې چې سبا کړه
ولې ترس دې په زړګي کښې راله نشته
چـــې دې مــا بانـــدې د ظلم انتها کړه
چې څوک مونږ جدا کوي اے زما ربـه!
په عمرونــه يې له خپل ياره جدا کړه
که دې لار د عاشقۍ وي خطا کـړي
د ټيــري کلـــي وقارؔ دې رهنما کړه.
وقارالدین وقارؔ
Comments
Post a Comment