غزل
چې اندازه يې د مجلَس واخسته
خـپله خـبره يې واپـس واخسته
خداے به دې بوځي فریښتو مقام ته
کــه بـد دعـا دې د هـوَس واخسته
خـپله ذاتــي بلا خـفـه شــوه رانه
چې مې بلا د خپل اولس واخسته
ستا د وصال رکعات نه پاتې شومه
ډېره شېبه مې په اودس واخسته
هیڅ يې زۀ نۀ کړم متاثر ادریسه
ما جائـزه د دې سـرکس واخسته.
محمد ادریس امېل
ڈیر خکلے غزل
ReplyDeleteمننه جناب .
Deleteنورو ملګرو ته هم بلاګ ور وښايه.