د پښتون په اړه د پښتو اشعار
حمزه سفر که د حجاز وي نو هم
زۀ د پښتون د قافلو سره ځم
حمزه بابا
عقل مې وائي پښتو ماته که آشنا له ورشه
زړۀ مې پښتون دے بې پښتو خبرې چرته مني
غني خان
لويه خدايه تۀ خو ګورې دغه حال دے
هر پښتون په خپله خاوره یرغمال دے
ديدار یوسفزے
زۀ پښتون یم تۀ ښايسته يې دا پوره ده
په دنیا کښې خو جلال دے یا جمال دے
ارواښاد خالق زیار
مونږ بس دا ورسره نۀ منو درویشه
چې پښتون دې تل هم دا رنګه وېدۀ وی
درويش دراني
څوک دې چا ته نۀ وائي ما ټوله دنیا پېژني
زۀ خپله عنوان خپله مضمون يمه پښتون یمه
رحمت شاه سائل
که پښتون د چا غلام نۀ شۀ نو څۀ شو؟
په ګل خان او ګل مرجان کښې خو تقسیم شو
امير زېب عامر
پښتو کوڅه په کوڅه ګرځي پښتانۀ لټوي
پښتون په مخ منډې وهي چې ما دې نۀ لټوي
سلیم استاد
چې بې ننګه وي پښتون کېدلے نۀ شي
دې خبره کښې هيڅ نشته قیل و قال
وقارالدين وقار
د پښتون د روڼ سبا سندرې وائي
په مکتب کښې سوځېدلي کتابونه
جاوید شاه درمان
جېنکۍ لکه د شنو بنګو پيالې دي
دروند پښتون او محترم سړے خراب کړي
جلال امرخېل
د اختر منګلې بیا په وينو سرې دي
پښتون ژونده د نکريزو قابل نۀ شوے
لطیف شاهد
ملنګ او دروېزګر شو د دې دور هر پښتون
د ژوند په هر پړاؤ په خساره کښې دے ولاړ
ملنګ جان شهابيوال
زما سرکشه سره څۀ بې ځایه دې شېندم
پښتون يمه د عقل نه کنګال به دې ساتم
اقبال مومند
پښتون دې خير دے سنګر هم نۀ ساتي
خو بس پښتو دې په پښتو کښې ليکي
ابراهیم تاج
Comments
Post a Comment