غزل
پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رېښتيا کړم
تۀ راته سبا سبا کوه ، زه به بیګا کړم
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ، ستا مينه به پخلا کړم
ستا د تصور دا خاموشي به کړم ګویانه
جوړه د خپل کور په شور و شر کښې به غوغا کړم
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم وزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم
لاس مې د اشنا په زلفو راکښو دوتر څوکو
زه د پرېشانۍ په ابتدا کې انتها کړم
ښه ده ماته داسې چې پردی پردی ښکاریږي
ستا هم دې ادا خو زه د تا سره اشنا کړم
ستا د طوفاني نظر به ساه شي لنډه ګنډه
داسې نوې نوي اسوېلي به راپیدا کړم
خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه
داسې راته ښکاري افقونه به ګویا کړم
یو ته يې چې قدر هېڅ زما د اوښکو نه کړې
ووایه چې څومره مشتري درته پیدا کړم
فرق د هېڅ انسان سره هم نه کړي په عطا کښې
ځکه خو واعظه داسې مینه په صهبا کړم
چپ به یم خو عشق به مې د تا په رنګ کښې رنګ کړي
ستا د مینې راز به په اخفا کې هم افشا کړم
ستا په اننګو کښې د حمزه د وینو سره دي
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
بابائے غزل حمزه خان شينواري
Comments
Post a Comment