د کتاب د خاوندانو د قافيې تېر وتنې
قافیه د منظومې شاعرۍ روح دے او د قافيې پۀ اساس د شعر ښکلا ولاړه وي. د ردیف حق خو ډېر کم لیکوالان ادا کوي خو ورسره ورسره ځینې قافیې هم غلطې مستعمل شوے دي او له نوره هم لاره ورته هواره کړې شوے ده، او استعمال کېږي. د قافیې اتۀ عیبونه هم دي چې مونږ.او تاسو ځینې خو سند هم بللي دي او ډیر خلک ورته صحیح هم وائي خو د قافیې قانون تر مخه غلط دي. او دغه مسئله اکثر د روي نه جوړه شوے ده. روي اکثر غلط لګول یا د بل لغات لفظ باندے د زور پۀ ځاے زیر یا پېش پۀ ځاے زور لګولو نه قافیه خطا کېږي.
څو بېلګې
د خیام یوسفزي کتاب " جام جنون او جانان " نه یو مثال
پناه غواړمه ربه د دې دهر له واسواس
همدغه شانې خدایه من الجنته والناس
غاښونه چې د وخت ژبې له مات کړو لویه خدایه
مضبوط مو پۀ اعصابو کړې مضبوط مو پۀ حواس
لارښور مې دې خړسرو ببر سرو له پکار دے
اولس ګینې زما پۀ اولسونو کې دے خاص
دلته واسواس، الناس، خواس او خاص قافیې دي. چې پکښې "خاص " قافیه د قافیایي نظام له مخې غلطه ده. پۀ صوتي اهنګ برابره ده خو روي یې پۀ بدل توري اړولې دے.
دغه رقم غلطۍ ته اجازه وائي.
د ودان اتمانخېل کتاب " غوږ.اونیسه جانانه زړۀ مې ډک راوړے دے " کښې پۀ صفحه ۲۱ غزل دے
نن سمه موقعه وه خو بس څۀ کے نو
زۀ ووم او هغه وه خو بس څۀ کے نو
مونږ پکې یو بل ته هېڅ او نۀ وائیل
څومره اوږده شپه وه خو بس څۀ کے نو
نۀ زۀ تا لیدے شم نۀ تۀ ما لیدے
ولې به تیارۀ وه خو بس څۀ کے نو
دلته د موقعه، هغه، او شپه سره " تیارۀ " قافیه شوے ده چې غلطه ده. تیارۀ، زړۀ، څۀ، ویدۀ وغېره دغه ځان له قافیې دي.
د اسرار اتل کتاب " زېړ مازیګرے پۀ پېښور کې دے " کې پۀ صفحه نمبر ۳۹ غزل دے
له دغه کلي نه چې هغه یو سړے ورک شوے
زما د زړۀ د موسمونو نه سپرلے ورک شوے
زما پۀ تلو بلا بلا زړونه مات شوي دي خو
تۀ خوشحالېږه ستا د سترګو نه ازغے ورک شوے
نۀ انتظار شته نۀ امکان د انتظار کېدے شي
زما د سر نه یې ګور سیورے د وعدې ورک شوے
د دې غزل سړے، سپرلے، ازغے بنګړے، لېونے، وعدې دي. باقې ټولے د مجهولې "ے " واحد مفردي قافیې دي، ولې " وعدې" د جمع مؤنث قافیه ده. او دغه قانون دے چې واحد مفردې قافیې سره به واحد مفردې قافیې لګوو.
اتل صېب همدغه کتاب کې پۀ صفحه ۹۷ یو غزل کې " مازیګرے، ماښامے، سړے، زبېرګے، او پرادے سره " جرګې " قافیه کړي چې دا هم غلطه ده
د هدایت الله ګل یو مشعور غزل چې سردار علي ټکر صېب پۀ خپل جادوګر وائیلے هم دے
سترګې خوږوم هلته مستۍ له ځم
کله کله اوس هم دلدارۍ له ځم
دا دې غزل قافیې مستۍ، دلدارۍ، لیونۍ، بلۍ او سولۍ دي .خو د یو شعر قافیه "خداے " ده
ما خو هم بلها زړونه مات کړي دي
زۀ له پۀ کومو سترګو خداے له ځم
پورته واړه قافیې د لکۍ لرونکي "ۍ سره واحد مؤنث دي ولې "خداے " واحد مذکر اسم دے چې خطا ده
د صاحب شاه صابر صېب یو مشهور غزل چې کرن خان وائیلے هم دے
د زړۀ له درده لیونے شوے کنه
زما صابره تۀ سړے شوے کنه
دا دے غزل نورې قافیې، لوګے، خولې، درپسې، رڼې، مړې او زړې دي ، چې د مطلعې له مخه صرف "لوګے" صحیح ده باقي ټولې ماتې دي
ــــــــــــــــــــــــــ
اعجاز عمرخېل
Comments
Post a Comment