غزل
د دنیا پۀ شغل مسته سینه چـاکه
تۀ و ماته ګوته څۀ نیسې کاواکـه
مــا چې دومره ډېر باورکا پۀ خوبانو
همـګي وینه مې څکه د زړۀ خـوراکه
چې لمنې د پرادو همېش رانیسي
خداے دے نۀ کاندي لمن د هغو پاکــه
اوس له کبرا هسې هسکه غاړه درومې
ورځ به راشي شے پۀ اوښکو به هلاکــه
د اعجاز خونه تیارو ولړزوله
خدایه نوره رڼا رواله ســبا که
ـــــــــــــــــــــ
اعجاز عمرخېل
Comments
Post a Comment