غزل
زما بس دغه یو عادت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
دغه بې ځایه محبت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
زۀ خو ښۀ شوے ومه ښۀ وم باوېړے مې وکړۀ
د یار دا حسن مې قیامت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
د تدبیرونو هلو ځلو مې کمے ونۀ کړۀ
خو سر خوړلے مې قسمت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
دا مقتدیان یې هم سجدو کښې تندي وران لګوي
خو دا سړے د امامت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
پوزې له راوستمه خدائېګو زۀ هر شر او آفت
زما دا ډېر ذیات شرافت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
چې وي بې علمه نو په جهل ګرمؤمه یې نه
سره د علمه جهالت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
زۀ ستا د پیر په لیاقت باندې نیوکه نۀ کړم
له حده ذیات ستا عقیدت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
وصالؔ خو ښۀ دے والله ښۀ دے یار مې داسې وئیل
بل یې دا اور د فراقت نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے
وصال محمد خليل
Comments
Post a Comment