غزل
افسوس افسوس دَ لارې مل مې نـــــــۀ کړے
پــــــــــه خپله مينه کښې پاګل مې نۀ کړے
دغــه متــل دې پــرادي نـــــۀ خپليــــږي
تۀ هم پرادې پاتې شوې خپل مې نۀ کړے
مينــه هغــه وي چې لـــه زړۀ نـــــه وشـــــــي
ځکـــــه مجبور پــــه څـۀ چل ول مې نۀ کړے
اے زمـــــا ژونــــده خوار و زار مې تېر کړے
ټپــه ټپــه شـــولے غـــزل مــې نــــــــــۀ کړے
خدايـــا مقصود دَ زنـــــدګــۍ مې را کــــړه
بس دې نور ستړے پـــه تکل مې نـــه کړے
وقـــارهؔ هَغَســې پـــه ښکلــو مــــــړ يــــے
کوشش مې وکړو خو بدل مې نه کړے.
وقارالدين وقار
Comments
Post a Comment