غزل
ځان له چې کېنمه تنها ملګرو
راشي په خيال کښې مې آشنا ملګرو
چې دنيا ټوله بې وفا ده او که
صِرف آشنا دے بې وفا ملګرو
که يو نظر دَ کرم وکړي په ما
واړه تيارې به شي رڼا ملګرو
دَ يار دېدن که وي دَ سر په بدَل
ګرانه خو نه ده دا سودا ملګرو
دَ وِصال نمَر به هم طُلُوع شي چرې
دَ هجران شپه به شي سبا ملګرو
دنيا فاني ده هم هر څيز يې فاني
نشته هيڅ څيز لره بقا ملګرو
نوم يې ژوندے وي تر قيامته پورې
چې څوک په عشق کښې شي فنا ملګرو
دَ پښتنو او دَ پښتو په غم کښې
وقار ؔ مدام کوي ژړا ملګرو
وقارؔ
Comments
Post a Comment