غزل
د ستا په ســـــر باله سرونو ســــــــــره لــــوبې وشوې
زما د چم د ضميــرونو ســــــــــره لــــــــوبـــې وشوې
راتلونکې وخت به دې تحريک ته چې کوم نام ورکوي
د مرګ نه پس مـــــــو د لاشــونو ســــره لوبې وشوې
محبوبې ستـــا د لــــــــوپټې تمـــــــاشه نه ده ګوشي
زما د عمـــــــــــــر رواجـــــــــــــونو سره لوبې وشوې
ستا د غرض مسَلــه لۀ پورې حل شــــــــــــــوې نه ده
که د هېــواد د سرحدونو ســـــــــــــــــره لوبې وشوې
چېـــرته د حضـــــر پۀ لباس، چېرته پۀ خولې د ټوپک
څومـــــــــــــــــــره تنکيــو ارمانونو سره لوبې وشوې
د پســــرلي پۀ انتــــــــــظار عمــــــــــــــر دراز مــروته
زما د قام د امېـــــــــدونو ســــــــــــــــره لوبې وشوې
عمردراز مروت
Comments
Post a Comment