غزل
چې زۀ يې ثنا خوان شوم ټول جهان يې ثنا خوان شو
جانان چې مې جانان کړو اوس د هر سړي جانان شو
چـې تـۀ راغلے سپرلــے راغلـو ګلونـه پـه خندا شُو
د تلـو سره دې سـم پـه ټـول جهان بـاندې خزان شو
چې تـا رانـه لاس واخېستو حالت مې د مجنــون شو
زۀ تـا تـه شـوم حېرانـه ، خلک ما تـه ټـول حېران شو
چې چرته هم پښتون دے بل پښتون سره په شر دے
دا ځکـــه خــو نن پاتـې د دنيـا پــه هـــر ميدان شو
اوس ګــرځي سر ببر څيرې ګـرېوان پـه شاړو دشتـو
پـه مينه کښې دې ګرانه وقارؔ داسې سرګـردان شو.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment