غزل

چې زما مينه ستا په كار نۀ راځي
ماله جانانه! بله لار نۀ راځي

زما د زړۀ په چېنه خوله دې كېږدي
كه ميخانه كښې د چا وار نۀ راځي

د پوهو سترګو مې تا لوست ونۀ كړ
ماله په خوله چل د اظهار نۀ راځي

د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نۀ راځي

د فن د خرڅ هنر مو زده نۀ كړلو
د دغې ګټې كاروبار نۀ راځي

ګرانؔ د سپرلي زخم په څۀ وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نۀ راځي

اکرام الله ګران بابا

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل