غزل

په نـظــر کې که ستا عېب نه وي ناصحه!
ښکـلي مـــخ لره کتلو کې عېب نه شته

هغه شـاخ چې نه مېوه لـري نه سېورى
د هغه شـاخ سوزولو کې عېب نه شته

هـغـه غــنـې چې عــزت د ګلــو ژغوري
که يې وسـتايې سـتايلو کې عېب نه شته

ســـــړى هغه چې امين او پرده پوش وي
د بـــل عېب په پټولو کې عېب نه شـته

د مــحــــبــوب او د جانان رضـــــا لپاره
ننګ و نــام قـــــربانولو کې عېب نه شته

باک يې نه شته که "طاهر" له يار شرمېږي
له خپل يـــاره شرمېدلو کې عېب نه شته

طاہر کلاچوی

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل