غزل

چې خبره د پښتو او يا دَ ننګ شي
په غوږو مې دَ خوشال دَ تورې شړنګ شـي

زۀ به کومه پورې ستا په ستم چپ يم
دا متل دے چې څوک تنګ شي نو په جنګ شي

دا خــــــو وېش دَ قسمتونـــو دے نادانــه
محبت کښې څوک باچا او څوک ملنګ شي

دَ رباب پــــه شان آهنګ لـــري ګفتار کښې
چې څۀ ګفت يې له خلې وځي جلترنګ شي

محبت خــــو ضمــــــــانت دَ زندګۍ دے
چې بې مينې وي هغه زړۀ لکه سنګ شي

چې دَ رب دَ رضا تاج دَ چا په سر وي
بې له ملکه، بې له تخته به اورنګ شـي

زړۀ په زوره وړي وقارؔ نـــه او دا وائي
"مړه دا خو مې په تا باندې قلنګ شي".

وقارالدین وقار

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل