غزل
هغه زاړۀ رقابتونه او وګمې د وجود
چه راته یاد شي نو ماتېږي مې حصې د وجود
دلته مات شوے دے ړنګ شوے دے پۀ تشه خولګۍ
ارمانه بېرته زمزمه کړه څو نغمې د وجود
د هجر دشتې پرېکول صنمې ټوقې نه دي
جاني کسم دے چې به وینې ورکوې د وجود
یا د ښائست پۀ بام ولاړ انا پرست لالیه!
تۀ بــه ترڅـــو د خـلکو وینې وچوې د وجود
هوس ګټلې ده د مینې فلسفه اوس دا ده
اعجازه دلته چه شروع دي یارانې د وجود
اعجاز عمرخېل
Comments
Post a Comment