د کتاب په حواله د پښتنو شاعرانو شعرونه


منورین خـــو یا کتاب خوري یا کتاب وخوړۀ
پښتو پۀ هغو ده ژوندۍ چې کتاب نۀ پېژني
سائل

ستا د سترګو د حیرت په تماشه دی
ستا د مخ د کتاب واړه صفحی خاندی
ریاض تسنیم

په کتابونو کښې خو وې په حقیقت کښې نۀ وې
ځینې خبرې لا د خلقو په قسمت کښې نۀ وې
قېصر اپریدے

څوک شاعر به وي مړ شوې بيا فارانه
په ردۍ کښې چې خرڅ شوي کتابونه
فېصل فاران

ممتازه په ځان نۀ یمه د پارک په بنچ به شپه کړم
حیران یم چرته یوسم المارۍ د کتابونو
ممتاز اورکزے

ما خو د ژوند په کتاب بل اعتراض نه دے کړے
ما ئې تنقيد په بې ترتيبه سريزه اولېکو
صاحب شاه صابر

بار به څوک راسره رسوي تر کوره
له اختیاره مې وتلي کتابونه
خان زمان کاکړ

دا ستا د مخ کتاب ته چه ورګوري پکښې ورک شي
شینواري  افريدي او ملاګوري پکې ورک شي
خېبر اپرېدی

ما يو دوه کتابه لوستي دي جانانه
نو خبر يمه د ځانه د جهانه
نفرتونه مې پرېښلي دي ملګرو
زه راغلے يم په مينه د زندانه
شمس بونېرې

زماکتاب کښې دنفرت هډونا مه نشته دے
زه هميشه په محبت دخلکو زړونه تړم
اباسین یوسفزی

بس دے رابند کړه د ګيلو معنو کتاب جانانه
دخپل جانان سره څوک نه کوي حساب جانانه
اکبر سيال

خالي کمره ،خالي کتاب پکښې
شم دې خراب شم دې خراب پکښې
فطرت یوسفزے

په کمره کښې بس يو زه او کتابونه
آئينه راته ولاړ دي دېوالونه
جاوېد احساس

تنهايي زما پوشاک دى
کتابونه مې خوراک دى
توقیر آبشار

چې ستا د مخ کتاب لوستلو ته اوزګار نه شومه.
خدائ دې ما مړ کړي د دې ډېرو کتابونو شاته.
اسیر منګل

یوہ یوہ صفحہ زما د ژوند د کتاب لولہ 
ھر تورے ئ د سومرہ اذیت نہ راتیریژی  ‏
اقبال کوثر

يو بې روزګاري ده بل بلها ضرورتونه
خېټه مې ډوډۍ غواړي او ذهن مې کتاب
امجد شهزاد

ستا د لاسونو د ګلاب پاڼې پرتې وې پکښې
کتاب ‌خو یو ‌ؤ  خو بې شمېره حادثې وې پکښې
همدرد یوسفزے

د مرګی دې شی دا ډېر مصروفیتونه
پۀ ګردونو مې اټ شوی کتابــونه
شاه نواز افغان

که مړ شوم خپله زندګۍ راسره هم ښخه کړئ
د کتابونو المارۍ راسره هم ښخه کړئ
نسیم ایثار

کومه د ځوانۍ پۀ دې شباب کښې شاعري
خوندي به مې پرته وي پۀ کتاب کښې شاعري
زبير شيخ

ځما په جیب کې د روپۍ درک هم نه لګیدو
ځما د کټ سر ته پراته وو کتابونه بلها
نور البصر

تا سره بخث! یره نۀ لرم نور تاب سړیه
دے نه خو ښه ده چې زۀ ولولم کتاب سړیه
شوکت ساحل

"کتابونه د فټ پات په سینه بوج دي
پېزارونه په دکان کښې مېلاؤېږي"
عبدالوحید ګران

وړې وړې پاپې یې د وطن د مټو زور شه
اخ ماته مې بچي له کړه اوږه په کتابونو
معصوم خټک

وينه پرې د هوس د لیونئ تندې اخته دي
رواسته شو په مازغو کښې په پنډونو کتابونه
محمد سعید سعید

هلته نایابې شي نسخې د محبت د مرض
چرته چې پرېوزي د ښائست په کتابونو دوړې
شاکر اورکزے

زمانه پکښې بڼکې د طاؤس ږدي
خو ما ایښي ستا باڼۀ دي پۀ کتاب کښې
قدرت الله درمان

ستا د ښکلا تفسیر مې ونه مونده
په کتابونو کې مې شپې وکړې
عماد دوران

په ناپوهۍ کښې کې مې ستا لاس دے خوبه
زۀ چې رواخلمه کتاب ووده شم
سهیل

پۀ کومو کتابونو چې دې ډکه المارۍ کړه
پۀ دغه المارۍ کښې خو کتاب د کتو نشته
همدرد اورکزے

دا بخیلي ده که ځانونه تر سقراط رسوي
چې له یو بله کتابونه پټوي ملګري
بهار

د کتابونو نه دې ډکه دہ کوټه منمه
زړ‎ۂ کې د مینې مقدس کتاب لرې او کنه؟
انور زیب

زر به نۀ لرم په کور کښې خو ایازه
ښکلي ښکلي کتابونه راسره دي
ایاز الله ترکزے

دَ بنګ نېازبېنه او دّ وڅکو نشه
کتاب تازه کړه ‌ دَ دې دواړو مزه
زرک

زما کتاب دې داسې په فټ پاتهـ دوړو ته پروت وي
زما زړګي خو داسې بې حسي نۀ خوښوله
سا حل یوسفزي

څو د شمار کتابونه راسره دي
خو دکار کتابونه راسره دي
جاويد ملنګ

هر يو ګام مې انقلاب دے ورته ګوره
زما هر ټکے کتاب دے ورته ګوره
افسر افغان

نشې غوندې عـــــادت کړم " زما ژوند او جدوجهد "
ســـــــــمـــــــسوره چې کومــــــــه صفتونه د کتاب
سمسور منګل

غربته وران شې دا زلمۍ اوګوره
ټوپک يې واخستو کتاب خرڅوي
حافظ احسان

د کتــــــاب پۀ هره پاڼه دې مخ لولم
ستا د یاد سره څۀ دا رنګې اشنا یم
طارق پښتونيار

ټوله شپه په کتابونو شوګيره کړې
ناراستي درنه چاپېره ده راپاڅه
کاشف شمال

بيا داسې تخزيب راغې چې بيزار يې محترم کړو
او هم يې راغوزار کړل کتابونه په فټ پات
نويد شهزاد

وایه دی نه هم لا شته بل قیمتی وخت
زۀ یم!  او د خدای کتاب دی نیمه شپه ده

دل اغا فطرت

په دره کښې کاروبار تورې ټوپکې
د عـــلی لاس کښې ګلونه کتابونه
ډاکټر علی اپريدي

اول خـــو د روزګار لپاره وخت وقف کــول دي
بيا وخت که ورسره وي نو کتاب دې سړے لولي
ارواښاد محمد رازق وصال

ماشومان ګرم نۀ دي چې لوبې د بارودو کوي
چا ئې پۀ لاسو کې ور کړي کتابونه نۀ وو
زرجان مداخيل

پاڼې دکتاب به مې لږ واړوي شمال
زۀ به د خالونو تماشۀ وکړم تۀ صبر
نصير شهاب

د دې ژوند د مسئلو څۀ حل راښایه!
ستا کمره کښې خو د هر یو شي کتاب دے
انصار

راځئ چه سره کښینو په نصاب خبره وکړو
راځئ چه په  قلم  او په کتاب  خبره وکړو
ديناوت خان 

دوړې دوړې ټول لفظونه المارۍ د ستورور ډکې
د دروېش روښان فکرونه کتابونه دېوالونه
درویش روښان

د نفرت ټکے مې اووېستو نصاب نه
دغه پاڼه مې را پرېکړه د کتاب نه
وقارالدین وقار

وران د خداى کورونه کړه
څه وائي کتاب د خداى؟
شاهد قماش

کور جوړووم پکښې کرم دَ قلمونو ونې
کور جوړووم ورته راوړم دَ کتابونو خښتې
شاه نواز باقر

تاواني به شے که پریږدم جائیدادونه په میراث کښې
پریږدؤم درته بچیه کتابونه په میراث کښې
ادریس امېل

هغې وئيل چې ائينې ته نوره نه اودرېــــــــــږم
ستا په لفظونو کښې به ګورم ستا کتاب به راځي
شېر زمان سیماب

زما دَ قام بچیــــــه! داسې چپ مۀ پاتې کېږه
له ورور نه دې قلم پلار نه دې غواړه کتابونـه
مشال اورکزے

سيرته د معنې غوندې مې اوسه په صورت کې
سيرته ځې به نه له دې کتابه لکه روح

اختيار الله اورکزې

د همدرد یوسفزی وال سخه کاپي

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل