عذر (نظم)
تــــۀ نيازمينــــه ناز پـــروره
د خپل پلار پـــه دولت غـــره
خوشالو کښې دې ژوندون دے
يـــــې د غـم نـــه ناخبــره
زمونـــږ ژوند پــه غم لړلے
د غربت پـــه تار پېــرلــے
بس هم دا زمونږ ژوندون دے
ستړے ستړے زړۀ چاؤدلـے
ستـا بـابـا د کلـي خـان دے
زۀ غريب يم څۀ مې توان دے
مونــږ د خيټې غــم تباه کـړو
ستـا پـه پوزه سور پېزوان دے
نـور لـه مينې دې معـذور يـم
لــه غربت سخــه مجبـور يـم
ګرانې خپل زړګــے دې واخله
ما لــه خپل زړۀ بېـرتــه راکړه.
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment