غزل
پراتۀ د مړو کور دي هم پۀ لار کښې تابوتونه
ناپید دي نن سبا ځکه بازار کښې تابوتونه
لګیا یم غلطیږي رانه شمار کښې تابوتونه
څوک شته چې راته کیږدي پۀ قطار کښې تابوتونه؟
خرڅیږي بلها ډیر دلته دې ښار کښې تابوتونه
زۀ غواړم چې شامل کړم کاروبار کښې تابوتونه
ما وې کۀ صرف مونږه ږدو مزار کښې تابوتونه
خو ډیر ږدي پیښور نه کندهار کښې تابوتونه
درمانه تاته یاد شې زما مور وو ډیر ژړلې؟
یو ورځ چرته راغلې وو اخبار کښې تابوتونه
جاويد شاه درمان
Comments
Post a Comment