پـښـتـــو ( افسانه )
جنج راغلے ؤ!
پۀ ټول کور کښې خنداګانې ګډاګانې وې ، ډولکے وهلے شو ـ موسیقي پۀ زوره زوره غږېده او دې هر څۀ دومره زیات شور جوړ کړے ؤ چې که چا بۀ د چا سره خبره کول غوښته نو هغه بۀ یې هم ورته پۀ غوږ کښې پۀ اوچت اوچت اواز کوله ـ وړوکي ستر ټول خوشال ښکاریدل.
ګل پاڼه پۀ سرۀ ذرین شال کښې د سپوږمۍ پۀ شان ښکلې غُنډه منډه ناسته وه او پۀ ټیټ سر یې ژړل ، همزولو جینکو بۀ لا ، لا چېړله ــ یوې شوخې شان ملګرې داسې ورو شان پۀ اوږه اووهله " بس که مړې! ناویانې خو ټولې ژاړي چې د مور پلار د کوره رخصتیږي خو تا خو سمه تماشه جوړه کړې ده " خو ګل پاڼې سر قدرې نۀ پورته کولو ـ
ګل پاڼه د سرزمین ټیکیدار لوفـر او بدمعاش زوئ سنګین ته ودېده .. کله چې د هغې د کوېژدن خبره روانه وه نو ګل پاڼې چې کوم ساعت خپلې مور ته پۀ یوازېتوب کښې په دې حقله خپله مدعا بیانوله نو د ډیرې حیا نه پۀ زمکه کښې نیمه نیمه ننوته " مورې! ما سنګین ته مه ورکوئ ـ زما نۀ ده خوښه ـ تاسو خو د هغۀ ... "
مور یې پۀ پوزه ګوته کیښوه " هئ ـ غرقه نه شې دا څه وایې .. " بیا یې د پوهولو پۀ انداز کښې اویروله " د پلار خو بۀ دې زړۀ اوچوي او که وروڼو ته دې پته اولګېده نو ټوټې ټوټې بۀ دې کړي ـ څومره د بې عزتۍ خبره ده ـ د پښتو وطن دے لُورې .. خوئندې لُوڼـه د مشرانو پۀ فیصلو کښې خبرې نۀ کوي ـ ښې ډکې ډُوکې خونې ته به ځې ـ خبردار ... پۀ خُلۀ دې لاس کېږده "
ګل پاڼې نور څه وئيلي وے ، هم دومره یې وس ؤ ـ کومې ملګرې ته یې هم د زړۀ خبره نه شوه کولے ، د خبرې د ښکاره کېدو ویره وه چې ورسره یې د پلار او وروڼو پـښـتـو خرابیده.
ډولـکـــے غـــــږېـــــــــدو ...
د ایجاب و قبول مرحله را اورسېده ـ ګل پاڼې چې درې وارې " زما قبول دے " وئيل نو لکه د ځنکدن د سختې نه تیریده ، زړۀ یې پۀ چغو چغو ژړل
" یا الله! زۀ څۀ اوکړم ـ دا کم امتحان دے ــ تۀ خو پۀ زړونو خبردار یې پاکـه ربـه ـ زمـا نۀ ده خوښـه ..... زما نۀ دے قبول .. زما نۀ دے قبول "
خو د زړۀ خبره یې پۀ خُلۀ نه شوه کولے!
حق حلال نکاح شوے ؤ
" مبارک شه خورې .... مبارک شه ــ اومبارک شه " د سنګین مور ته د هر خوا نه خځو مبارکئ ورکولې.
د ګل پاڼې پۀ ډولۍ د ګلونو پاڼې شیندلے شوې!!
درنګ ساعت له جنج روانیدو!
سلطان باش خېل افريدے
Comments
Post a Comment