غزل
بيا نن د جانان په لورې ګام اخلم
بيا نن د رقيب نه انتقام اخلم
خدايګو ګني ډېر را باندې بد لګي
بس د ستا لپاره ترې سلام اخلم
ګل هم د حيا نه سترګې پټې کړي
نوم چې زۀ د هغه ګل اندام اخلم
خير دى محبت کښې رسوائي خو وي
ستا په سر به ګرانه هر الزام اخلم
زۀ وقارؔ چې کله هم غزل لېکم
بس د جانان سترګو نه الهام اخلم
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment