غزل
تا پســـې ريــښتيـــا لـــيـــونـــے شــــــوے دے
راشـــــــه کنــــه بيـا ليــــونــــــے شـــــوے دے
هغــه معــــزّز وو پـــه ټول کــلـــي کښــــې
مينــې کــــــړو رســوا ليــــــونے شوے دے
وړکي پرې کوڅو کښې سنګ باري کوي
اخلـي نامه ستا لـــيـــونـــے شـــــوے دے
دې بــــې صبره زړۀ ســـره زۀ څۀ وکــړم
غواړي رانه تـــــا لـــيـــونــــــــے شــوے دے
څـومـره بـــــه ستـم تــــۀ پـــه وقــارؔ کـــــوے
بس که بـــې وفـــا لــــیـــونـــــے شـــــوے دے
وقارالدين وقارؔ
Comments
Post a Comment