غزل

پښتانـــه د پښــــتونخــــــوا  درانه ښاغـلي
د  مغلو  ســــــــــېلاب    یوړل  لکه   خـلي

زمانه راپســـــې توره   پــــــه لاس ګرځــي
لکه مایې  چې  وي  پلار  نیـــــــــکه وژلــي

عجیبه    ده  محبـــوبه  غېږه  کښې غـواړې
او لاســـونه    دې خــــپل شــاته دي تـــړلي

ته خـــو وایې چې تا مــــــُلک ګلِ ګلزار کړۀ
زۀ چې ګورمـــه  هــیڅ نۀ دي ټوکـــــــېدلي

ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته یاد شي
مودې وشوې څوک په دار نۀ دي ختلي

(ارواښاد سېف الرحمان ســـــلیم)

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل