غزل

ستا تېــرۀ تېــرۀ باڼـــۀ الغياث
ننــــوځي نېغ پـــه زړۀ الغياث

تــور زلفــان خوارۀ وارۀ الغیاث
لبـــان دواړه عقيق سرۀ الغياث

ستا په نۀ زړۀ باندې تلۀ الغياث
پـــه شا بيا بيا را کاتــۀ الغياث

چې جدا شوے رانــه تــۀ الغياث
اوښکې اوښکې مې لېمۀ الغياث

سوے لــوے يمــه زۀ الغياث
پــه سرۀ اور د بېلتانـۀ الغياث

خوار و زار په ژوندانۀ الغیاث
د جهان ټول پښتانــۀ الغیاث

شي وقار مې را په زړۀ الغياث
چې شي نمر پـه پرېوتۀ الغياث

الغیاث : د فرياد کلمه .... مدد غوښتل .... پناه غوښتل...

وقارالدين وقارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل