غزل

د جــانــــان پــــه انــتِـــظــــار يـــم
نـــور بس ستـړے لـــه دې کار يـــم

دې نــه غټ غم بـــــه نـــور څۀ وي
چــــې جدا مـــــې لـــه دلـــدار يــــم

هـــــــر طــــرف تــــه ســـرۀ اورونــه
زۀ په مېنځ کښې راهېسار يــم

زۀ د بــــــل څــــــۀ اوږے نــــــۀ يــــــم
تـــش د مينــــــې طــلــبـــګـار يــــــــم

ستـــا پــــه چـــل باندې پــوهېـــږم
دومــــره لــږ ډيـر خو هوښيار يم

چـــې دې مـيـنـــه ريښـتيــــا نه ده
تــــر مـطـلـب پـــــورې دې يـــار يــم

اوس مــــې نــــــه پيــژَنــــــې يـــاره
زه خـــو ستـــا هغـــــه وقـــارؔ يـــــــم.

وقارالدین وقـــارؔ

Comments

Popular posts from this blog

غزل

غزل

غزل