غزل
شونډې مې وچې , لاس مې پورته کړو دعا لپاره
ځان ته ښېرې کوم , دعا کوم د ستا لپاره
د ځنکدن سخته چې ما ته شي اسانه لږه
څوک يې را اوغوړئ د پاک الله رضا لپاره
مال مې له څۀ دے , ځان مې هم درځار شه
که سر مې غواړې دربښم يې د وفا لپاره
د تهمتونو بار په سر ګرځوم , مړ يې کړمه
په ځان دا سختې تېرومه د اشنا لپاره
اوچت نظر , مضبوط ځېګر , خبرې زړۀ راښکونکي
دغه اوصاف دي ضروري د رهنما لپاره★
ملا ته ځمه , پښتانو ته يو تعويذ راوړمه
د کم نيتۍ او بد نيتۍ نه د شفا لپاره
وقاره ځکه پښتانۀ راسره مينه لري
شعرونه لېکم د پښتو او د حيا لپاره
وقارالدين وقار
★ د علامه اقبال د اردو شعر ژباړه
Comments
Post a Comment